یکشنبه, دسمبر 22, 2024

‏«اکثریت» په هېواد کې د طالبانو له لوري د پولیو ضد کمپاین بندول د افغان ماشومانو د روغتیا او راتلونکي پر وړاندې یو لوی ګواښ بولي. د منځنیو‌ پېړیو د تورې دورې د اوسنۍ واکمنې ډلې لاندې، افغان ماشومان له علم، تفریح او رواني روغتیا څخه لا له وړاندی بې برخې شوي، او اوس دادی د دوی فزیکي روغتیا هم په ښکاره توګه په نښه شوې.

‏د پولیو پر ضد واکسین کول نه یوازې د یو فرد روغتیا ته ژمنه ده، بلکې د ټولې ټولنې د روغتیا او سوکالۍ لپاره ضروري ده. په افغانستان کې د پولیو ویروس لا هم شته، او د پولیو د کمپاینونو بندیدل به زموږ راتلونکی نسل له فزیکي معلولیت سره مخ کړي. د طالبانو دغه ګام ښکاره کوي چې دوی د افغانستان د ماشومانو او راتلونکي لپاره هیڅ ډول ژمنتیا نه لري.

‏موږ په دې باور یو چې واکمنه افراطي ډله د افغانستان د راتلونکي لپاره د مثبت بدلون او پرمختګ هیڅ ظرفیت نه لري. د دوی واکمني نه یوازې د علم، روغتیا او سوکالۍ پر ضد ده، بلکې د ټولنې پر فکر او جسم هم برید دی. اوس د افغانانو لپاره دا ضروري ده چې پر خپل انسجام او یووالي تمرکز وکړي. موږ پوهیږو چې دا کار وخت او هڅې غواړي، خو دا باید په یاد ولرو چې د افغانستان ستونزې لنډمهاله حللارې نه لري.

‏د دې وضعیت پر وړاندې باید غلی پاتې نشو او د افغان ماشومانو د روغتیا او پوهنې د خوندي کولو لپاره خپلې هڅې ډېرې او منسجمې کړو. د طالبانو داسې افراطي او بې پروا ګامونه نه شي کولی زموږ د یووالي او پرمختګ په وړاندې خنډ شي.

‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.