د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی، مختګپال پاچا غازي امان الله خان د نوي افغانستان د رڼا د لښکر داسې سرلاری و چې یوه پيړۍ وړاندې یې د تیارې له لښکر سره جګړه پيل کړه او دا جګړه لا هم روانه ده او ګټل غواړي.
موږ د تاریخ پر ارتقايي حرکت باور لرو، د امان الله خان لخوا پيل شوی دا حرکت ځنډول کېدای شي خو هیڅکله په ټپه نشي دریدلی، فکري عناصر او سیمبولونه یې څوک نشي محوه کولای او لکه د اور بڅرکي به بیا بیا سر راپورته کوي او د تیارې د لښکر په اندامونو به لړزه راولي. ځکه خو پدې باور یو چې شاه امان الله خان تاریخي موضوع نده، بلکې د نن او سبا ژوندی بحث او د تیارې لښکر سره ورځنی جنګ او جدل دی.
زموږ له نظره د رڼا لارویان او پرمختګپال عناصر هغه مهال پدې جنګ کې بریالي کېدای شي چې لومړی د اماني فکري مکتب دښمنان او بدخواهان وپیژني. هر هغه سیاسي، فکري جریان او شخصیتونه چې په افغانستان کې د سیاست او قدرت ادعا لري، لومړی باید شاه امان الله خان او د هغه لخوا پيل شوي مختګپال بهیر سره یې نسبیت په ډاګه او د هغه د ارمانونو په تله وتلل شي. دا ځکه چې هر مختګپال افغان او سیاسي جریان لپاره شاه امان الله خان د ازادۍ، برابرۍ او پرمختګ یو داسې څلی دی چې دغه څلي ته د نږدېوالي او لري والي څخه د یو سیاسي جریان او شخص مفکوره، خپلواکي، او ازاد اندیشي ارزول کېدای شي، چې د رڼا لدې څلي څخه په څومره واټن کې واقع دی.
د شاه امان الله خان د دورې تاریخ زموږ پر وړاندې پرانیستی پروت دی او بلا شواهد، اسناد او روایتونه شته او اکثریت افغانان پدې پوهېږي چې چا د دغه مختګپال پاچا خلاف څنګه او په کومو وسایلو زموږ په ټولنه کې مرتجع داخلي کړۍ ولمسولې. ښکیلاکګرو قوتونو په کوم مکر او فریب یوه پيړۍ پخوا د پرمختګ او اصلاحاتو پيل شوې لړۍ وشلوله.
مستند او کره تاریخي شواهد موږ ته وايي چې د انګریزانو څخه د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو نه وروسته د بریتانیا تر حاکمیت لاندې د هند په ټوله نیمه لویه وچه او لویو ښارونو کې د امان الله خان د بریالیتوب او د انګریزانو د شکست بحثونه روان و. امان الله خان په ډېر لږ وخت کې د ټولو محکومو ملتونو او په ځانګړي ډول د هند ازادي غوښتونکو مسلمانانو لپاره د الهام یوه سرچینه شوه. په هند او بریتانوي مستعمراتو کې د شاه امان الله خان محبوبیت او د افغانانو د استقلال اوازو بریتانوي امپراطوري ورخطا کړې وه، نو په افغانستان کې یې د ځوان شاه په خلاف درېیو ډلو سره کار پيل او هغوی ته یې دنده وسپارله چې د شاه خلاف خلک را وپاروي او د روانو اصلاحاتو مخه ونیسي.
لومړۍ، ډله شاتګپالي درباریان او بیوروکراتان ول چې په عین حال د مشروطیت د لومړي غورځنګ مخالف پاتي شوي ول. ورپسې شاتګپالي ملایان او پيران چې له پخوا څخه د انګریزانو قلنګ خواره او فرمانبرداره طبقه وه او درېیمه ډله د هغه وخت لنډغر، پایلوچان او غله چې منظم بانډونه یې درلودل او کولای شوای د ښارونو او لویو لارو امنیت خراب کړي، چې د سقاو زوی یې هم غړی و. دغو درې واړه ډلو په هم مهالي او منظم ډول په دولت کې دننه، جوماتونو او لارو کوڅو کې د شاه خلاف پراخ تبلیغات او ورانکاري پيل کړه. دوی د هېواد هر راز خپلواکي د کفر او سلام په تله وتلله او زموږ د خلکو له پاکو دیني احساساتو څخه یې د انګرېزي ښکېلاکي موخو لپاره ګټه پورته کړه. د یوې پراخې پروپاګنډې په لړ کې افغان خپلواک دولت باندې د کفر ټاپه ولګول شوه او د شاه هر راز افغاني او انساني کړه وړه په همدې توګه بدنامه کړای شول.
دا هغه مهال و چې د افغانستان شمالي لور روسیه کې بولشویکان تازه د یوه ولسي انقلاب پر مټ واک ته رسیدلي ول. انګریزانو په ټول هند کې ملایان منسجم کړل او د کمونیزم د خطر په لویولو سره یې د هندي مسلمانانو په منځ کې د انګریزي استعمار څخه د خپلواکۍ مبارزه او روایت منحرف کړ. په دې لړ کې یې د امان الله خان اصلاحاتو ته د بلشویکي انقلاب د نوم په ورکولو د عوامو منځ کې د پاچا په ضد تکفیري پروپاګند او دروغ پیل کړل. دوی د دغو دروغو د خپراوي لپاره هر ډول مالي او جنګي امکانات د شاتګپالو او ملایي ډلو په لاس کې ورکړل. ارشیفونو کې داسې شواهد شته چې د بریتانوي هند استخباراتي ادارې د ملکه ثریا عکسونه د بربنډو ښځو له تنې سره یو ځای او په قبایلي سیمو کې یې خپاره کړل. دغه وخت د بریتانوي هند مشهور جاسوس لارنس چې په پښتو ژبه مسلط و د پير کرمشاه په نوم افغانستان ته داخل شو او دغو اوازو ته یې هوا ورکړه. ملا عبدالله مشهور په ګوډ ملا به چې کلي په کلي ګرځیده یو لاس کې به یې د امان الله خان نظامنامه «اساسي قانون» او بل لاس کې به یې قران نیولی و او خلکو ته به یې ویل چې تاسې د بلشویک قانون منئ او که قران؟
له بده مرغه موږ نن هم د انګریز په لاس جوړ شوي د سلو کالو پخواني ارتداد او کفر له دغه روایت سره مخ یوو، د ګوډ ملا په ځای له ملا هیبت الله او په درجنونو استخباراتي ملایانو سره مخ یوو. په تاریخ کې خو موږ د شاه امان الله خان د اصلاحاتو مخالفان پيژنو خو پکار ده چې په اوسني عصر کې هم د طالبانو تر څنګ نور هغه اشخاص، سیاسي او فکري جریانونه هم وپيژنو چې د اماني انساني فکري مکتب مخالف دي. دا خلک څوک دي او علت یې څه دی؟ د هر افغان سیاسي فعال لپاره پدې هم پوهېدل ضرور دي.
د سیاسي اسلام روایتګر:
اخوانیان او طالبان چې دواړه نن سبا په افغانستان کې د سیاسي اسلام علمبرداران او د دې روایت چلوونکي دي، شاه امان الله خان سره یې دښمني یو څه جوته او د پوهېدو وړ ده. اسلامپاله سیاسي ایډيالوژي یوه شاتګپاله ایډيالوژي ده، پدې معنا چې دوی غواړي تېر ته رجعت وکړي او خپل ارماني نظام په تاریخ کې لټوي او هلته هم د عثماني خلافت یا د راشدینو د خلافت مثالونه راوړي. دوی پرته له دې چې د اوسنۍ نړۍ، عصر او انسانانو شرایط او غوښتنې په پام کې ونیسي، د اسلامي تمدن څوارلس سوه کلن فرهنګي پرمختګ له پامه غورځوي او په یو ټوپ شاته ځي او خلکو ته د زر دولس سوه کالو پخوا خلافتي نظام د را ژوندي کولو او تطبیق خیالي ژمنې ورکوي.
شاه امان الله خان سره د دوی د مخالفت دلایل ځکه روښانه دي چې شاه امان الله خان د خپلو خلکو او هېواد پرمختګ د د تاریخي ملي، فرهنګي او اسلامي هویت په ساتلو سره په راتلونکې کې لټاوه.
ستمي او قومي روایت:
دا ډله اشخاص او ډلې شاه امان الله خان ته د یو مترقي افغان په ځای هغه ته له قومي زاویې ګوري. سره لدې چې دا ډله اشخاص او ډلې د لبرالیزم او ډموکراسۍ شعارونه ورکوي، خو په عین حال کې کله اخوانیان شي، کله طالبان او کله تر دې کچې لبرال شي چې غربي لبرالان هم ورته ګوته په غاښ شي. دوی د یو شخص نظریاتو او د افغانستان راتلونکي په اړه د هغه لیدلوري ته نه ګوري، بس چې د ده د قوم کس وي، هغه که هر فکر ولري، جنایت کار وي، غل وي، قاتل وي او هر څه وي، د دوی لپاره اتل دی. دغه ډول قومي اشخاص یوازې په غیر پښتنو کې نه بلکې په پښتنو کې هم شته چې خپله به چېرته په کوم لوېدیځ هېواد کې لبرال او هوسا ژوند لري خو د پښتونولۍ پخاطر به د طالب پلوي کوي. دغه کټګوري خلک که د هرې سیمې او قوم پورې تړلي وي، د شاه امان الله خان مخالف دي.
د پخواني شاه محمد ظاهرشاه پلویان:
واک او قدرت په سر د شاه امان الله خان سره د نادرخان د کورنۍ مخالفت په تاریخ کې ډېر څرګند دی. نادر خان د حبیب الله کلکاني په ضد په دې پلمه ولسونه متحد او کابل ونیوه چې خلکو سره یې ژمنه کړې وه چې خپله واک او قدرت نه غواړي او دا هر څه د شاه امان الله خان د بیا واک ته رسېدو پخاطر کوي. کله چې کابل نیسي ځان پاچا اعلانوي او له هغې وروسته د دغې کورنۍ په څلور لسیزو قدرت کې هڅه کېږي د امان الله خان پلویان او روښنفکران شکنجه او بندیان کړي. هڅه کوي د شاه امان الله خان نوم له تاریخ نه حذف کړي، خو شاه امان الله خان د نوم او نښان پټول لکه د لمر د پټولو هڅه وه چې تر اخره د ولسونو زړونو کې ژوندی پاتي شو. نو د پخواني شاه پلوه ځیني متنفذه کورنۍ، اشخاص او ډلې چې خپله ملي او پرمختګپال فکر لري، خو د قبیلوي تعصب او تربګنیو پخاطر لا هم هڅه کوي په غیر مستقیم ډول د شاه امان الله خان نوم او نښان ته ضرر ورسوي.
ځیني غرب ځپلي لبرالان:
دا ډله ګډوډ نظریات لري، دوی د امان الله خان ځينی نظریات مني او ځیني يې ردوي. کله چې د ملکه ثریا کوم عکس وګوري، نو امان الله خان تکفیر کړي، خو کله چې د امان الله خان په ویناوو کې ښه پيغام وګوري، له هغې سره مست شي. دا ډله خلک کله د امان الله خان عکس د یو مجاهد سره لګولی وي، کله یې د یو مشهور امریکايي جاسوس او وطنفروش سره. دوی د تاریخ څخه کوم ژور درک نلري، خو دوی په پوهېدلی یا ناپوهېدلی ډول په ټولنه کې د شاه امان الله خان افکارو ته زیان رسوي او دغه منافقانه چلند یې باید وپیژندل شي.
شاه امان الله خان غازي هغه څوک چې هیڅکله یې د وطن او خپلو ملي ارزښتونو په سر له دښمنانو سره معامله ونکړه او تر اخره خپلو ارمانونو ته چې یو پرمختللی، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان و، ژمن پاتي شو.
«اکثریت» دا مني چې هیڅوک او هیڅ تاریخي دوره له نقد او نیوکو پورته نده، خو دا نقد باید علمي، په حقایقو ولاړ او نظریاتي وي. خو په اوسني وخت کې پر امان الله خان او د هغې په دورې روان نقدونه ډېری د غرض نه ډک، خصمانه او د دښمنانه دي چې اوسني حاکم استبدادي نظام ته د بقا او دوام پلمه په لاس ورکوي چې د نجونو ښوونځیو او د ښځو کار بندیز پرې توجیه کړي.
نوی افغانستان د نوي نسل نوې رهبرۍ ته اړتیا لري چې د ستر غازي شاه امان الله خان لیدلی خوب په حقیقت بدل کړي. افغانستان یو سنتي اسلامي هېواد دی او دلته د اسلام تر څنګ په ټولو تاریخي دورو کې هندوانو، سېکهانو، یهودانو او د بېلابېلو دینونو، قومونو او باورونو انسانانو ژوند کړی دی. دا هېواد د دغو ټولو وګړو دی او نوې رهبري باید د افغانستان دا تاریخي رنګارنګي په خپل سیاسي دریځ کې روښانه وساتي. نوی نسل باید په دې پوی شي چې د افغانستان جګړه قومي او مذهبي نده، بلکې دا جګړه د استعمار د واکمنۍ د دوام لپاره ده او د افغانستان لپاره یوازې هغه ډله او افراد مبارزه کولای شي چې د ټولو استعماري ځواکونو نه پورته، د خپلې پاکې او منسجمې سیاسي مبارزې له لارې د افغان ولس باور ترلاسه کړي. یوازې داسې یو نسل کړای شي افغانې ښځې او نارینه ته د ژوند هیلې ورکړي. د همداسې یوې مبارزې پر لور!
د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵مه کالیزه مو مبارک!
د افغانستان د بیا خپلواکه کېدو پر لور!