یکشنبه, دسمبر 22, 2024

د طالبانو د کندهار ادارې مشر ملا هیبت الله وروستی غږیز پيغام چې په هغه کې یې د لا سختو شرعي قوانینو پر پلي کولو او د ښځو پر سنګسار سربېره نړۍ ته د خپلې مفکورې د غځولو هوډ څرګند کړی دی، نه د حیرانیتا وړ خبر دی او نه نوی.

‏طالب افغانانو ته یوه تجربه شوې تجربه ده او د دوی د ناانساني ایډیولوژۍ هېڅ اړخ له افغانانو پټ ندی. خو دا چې دا پیغام په دې وخت کې ولې راځي ټاکلې موخې لري. د ملا هیبت الله د پیغام مخاطبین عام افغانان یا نړیوال ندي، بلکې د دې پیغام له لارې هیبت الله هغه ټيټ پوړي ایډیولوژیک طالبان مخاطبوي چې په تېرو شلو کالو کې یې په افغانستان کې جګړه کړې او پاکستاني مدرسو کې یې مازغه مینځل شوي. دا طالبان نهایت متشدد افکار لري چې د طالبانو د لوړ پوړ د مشرانو د سیاسي لوبو او جوړجاړیو برخه ندي. دا چې د طالبانو مشران امریکا او د هغوی متحدینو سره د یوې معاملې وروسته واک ته رسېدلي دي او هغه جنګ چې دا سرتېري پکې بوخت ول نور نشته، د دغو ټیټ پوړو طالبانو په ذهنونو کې د هرې ورځ په تېرېدو سترې پوښتنې راولاړېږي. ښکاره دلیل یې د طالبانو له واکمنۍ سره سم د مشرانو پرېکړې دي چې د امریکا له ګټو سره په هر قدم کې اړخ لګوي. له همدې کبله د دغو ټیټ پوړو طالبانو ځینو غړو ته امارت هغه پخوانی عقیدوي جذابیت نلري او د هرې ورځې په تېریدو حزب تحریر، سلفیانو، القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او د داعش په څیر ډلو ته ور اوړي. پر فلسطین د اسرائیلو د برید په اړوند هم د طالبانو ډارن دریځ دغه طالبان په ډېرو مسایلو شکمن کړي دي او په داسې حال کې د امارت مشرۍ ته د دغو غړو د تېښتې مخنیوی، راضي ساتل او مدیریت ستر سرخوږی دی.

‏تېرو درې کالو کې په ننګرهار، کابل، هرات او مزار شریف په څير لویو ښارونو کې د داعش ډلې بریدونو په ملا هیبت الله دومره اغېزه نه وه کړې، څومره چې د کندهار وروستۍ چاودنې هیبت الله او ترې را ټولو شیخانو ته ټکان ورکړی دی. دوی فکر کوي دا برید د کندهار حوزې طالبانو ته چې دا مهال د قدرت اصلي محور جوړوي، د خطر زنګ دی.

‏طالبان چې له ایډيالوژیکي پلوه ځانونه د دودیز اسلام استازي بولي او د دوحې په قرارداد کې یې هم ژمنه کړې چې بین المللي اجنډا به نه تعقیبوي، د هرې ورځې په تېریدو د نړیوالو سیاسي اسلامپالو پر وړاندې خپل شرعي پرستيژ او مشروعیت له لاسه ورکوي.

‏ملا هیبت الله او د طالبانو مشري په دې پوهېږي چې دم ګړۍ لپاره د نړیوالو ملاتړ لري او بلخوا افغان ولس کې هېڅ راز د اپوزیسون څرک نه لیدل کېږي، له همدې کبله تر ټولو مهم کار چې ور ترغاړې دی، خپلو دغو بنسټ پالو، د متشددو افکارو لرونکو او ترهګرو ته رسیدګي ده. پدې غږیز پيغام کې ورسره ژمنه کوي چې په افغانستان کې به وچ کلک او تر ټولو سخت دریځه نظام پياده کوي. پدې ډول هڅه کېږي داعش او نورو ډلو ته د دوی تېښته کمه او کنټرول کړي.

‏د دې غږیز پیغام له رابرسېره کېدو سره سم د جمهوریت د وخت پروژه يي ژورنالستان، مدني فعالان، جهادي میلونران او انجويي سیاستمداران بیا رامیدان ته شوي او یوه خندوونکې ننداره یې وړاندې کړې. دوی په خپلو انګرېزي پیغامونو کې خپلو غربي مشرانو ته د دې پیغام ژباړې وړاندې کوي او غواړي په دې توګه هغوی ته وښيي چې طالبان ندي بدل شوي او لا هم داسې ترهګر افکار خپروي. دا کار یوخوا د افغانستان او نړۍ له مسایلو د دوی ناخبري او ناسم درک ښيي او بلخوا د دوی پر فکر، شعور او عقل باندې یوه هوښیار انسان ته شک پیدا کوي. امریکا طالبان پېژني او د هغوی د ایډیولوژۍ له ماهیته تر هر څه په ژورو کې خبره ده. د دغو ناپوهو اپورچونیستانو خوشباوري او ناپوهي خپله غرب ته هم د خندا وړ ده او د دوی کارپوهۍ او وضاحت ته اړتیا نلري ځکه چې غرب خپلې ټاکلې موخې څاري او په هغې لار کې طالب د دوی لپاره یوه ډېره ښه وسیله ده.

‏د «اکثریت» په باور طالبان یوه ترهګره، جنایتکاره او نیایبتي ډله ده او په سیمه کې د خشونت د اقلیم یوه برخه ده. زموږ له نظره د دوی، داعش او نورو تروریستي ډلو ترمنځ فرق نشته او له دوی د مثبت کار، ملت او دولت جوړونې تمه نده پکار. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د دوی تر منځ دننني کشمکشونه ورځ تر ورځې زیاتېږي او دغه پیغام یې یو ستر ثبوت دی. ورسره د طالبانو د مشرۍ او پیاده سرتېرو تر منځ هره ورځ زیاتېدونکی مادي، سیاسي او فکري توپیر د دې ډلې تدریجي کمزورتیا ته لار هواروي چې له دې کمزورۍ یوازې خپلواک افغان ملتپال ګټه پورته کولای شي او د خپلو راتلونکو ټینګو سیاسي فکري بنسټونو لپاره ځنې کار اخیستلای شي.
‏اکثریت سیاسي فکري ټولګه ده چې د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکي ملتپال افغانان یې پر مخ وړي او د همدې ټولګې ګډ فکر منعکسوي.