یکشنبه, دسمبر 22, 2024

په افغانستان کې له موډرنې ښوونې او روزنې سره دښمني نوې نده. هغه تګلاره چې طالبان یې د معارف د ټولو بنسټونو د له منځه وړلو لپاره تعقیبوي، افغانستان د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د بېلابېلو افراطي مذهبي ډلو لخوا تجربه کړې ده. د شلمې زېږدیزې پېړۍ په پیل کې که حبیب الله کلکاني د جهل د دې تور لښکر سرلاری و، د همغې پېړۍ په پای کې د پاکستان او غرب لخوا تمویلېدونکو مذهبي افراطي مجاهدینو دې کار ته دوام ورکړ. طالبان، چې د مجاهدینو ایډيولوژیک پاتې شوني دي، د هغوی د نیمګړو موخو د سرته رسولو هوډ لري.

نوی تعلیمي کال پداسې حال کې پيلېږي چې په هېواد کې مو د پوهنې وضعیت د ۲۱ مې پیړۍ تر ټولو سترې فاجعې سره مخ دی. د یونیسف د ادارې له راپور سره سم، یوازې سږ کال به ۳۳۰ زره نورې نجونې ښوونځي ته د ثانوي زدکړو لپاره نشي کولای لاړې شي. دا ځکه چې د طالبانو استخباراتي ډلې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته زدکړو باندې بندیز لګولی. د هلکانو ښوونځي او پوهنتونونه، چې په نوم پرانیستي هم دي، د امکاناتو له نه شتون او د نصاب د افراطي او طالباني کېدو له ستر ګواښ سره مخ دي. په بله مانا، که یوه خوا نجونې په ټولیزه توګه له زدکړو راګرځول شوې دي، بله خوا د هلکانو ښوونځي او پوهنتونه هره ورځ په افراطي ترهګریز نصاب باندې زهرجن کېږي چې تر شتون یې، نه شتون ښايي ګټور ثابت شي. د دغېبوږنوونکې فاجعې نتایج به په راتلونکو کلونو او لسیزو کې د افغانستان لپارهنه جبرانیدونکي بد عواقب ولري. د دې ناورین عواقب دومره درانه اټکل کېدای شي چې د دوام په صورت کې به زموږ ټولنه منځنیو پيړیو ته ټيل وهي او زموږ د نسل ښځې او نارینه به دومره له پښو وغورځوي چې بیا به د ځمکې پرمخ له هیڅ بلې ټولنې سره د سیالۍ جوګه نه یوو. د افغانستان د راتلونکي دا نسل وژنه د طالبانو لخوا سیده عملي کېږي او نړیوال زبرځواکونه یې لکه غزه کې د نسل وژنې په څیر له خپل مادي او معنوي ملاتړ سره تر شا ولاړ دي.

«اکثریت» د افغانستان د پوهنې وزارت، لوړو زدکړو وزارت او د خصوصي ښوونیزو بنسټونو شمیرې څیړلي او د هېواد په ښوونیز نظام یې د اوسنۍ حاکمې ډلې د ظالمانه کړنلارو کیفي او کمي اغیزو ته کتنه کړې ده.

د دې اروزنې په پیل کې د دغو کړنلارو په عواقبو غږیږو او بیا د «اکثریت» له نظره د ستونزی په حللارو او راتلونکي بحث کوو. 

په ښوونیز نظام کې ښځو لپاره د طالبانو د کړنلارو عواقب

د طالبانو له واکمنۍ سره سم نږدی څلور میلیونه د پوهنتونونو، دارالمعلیمونو، مسلکي او عمومي ښوونځیو ښځینه زده کوونکې او څه له پاسه ۲۵۰ زرهښځینه ښوونکې او د پوهنتونونو استادانې له ښوونیز ډګره محرومې او په پوره توګه له ټولنې حذف شوې دي.

په پيل کې د حاکمې استبدادي ډلې لخوا ښځې په بشپړه توګه په کورونو کې بندیانې شوې، خو د وخت په تېرېدو سره وینو چې په منځمهاله او اوږدمهاله موده کې د دې اختناق کچه نوره هم پياوړې او په ټولنې او کورنۍکې بنسټیزه کړي. په جوماتو، حکومتي ادارو او ښوونیزو بنسټونو کې د حاکمې ډلې تبلیغاتي دستګاوې په دوامداره توګه کار کوي چې نارینه او په ځانګړي ډول نويو ځوانانو ته په ښځو او نجونو باندی روان جبر ته شرعي دلایل وړاندې کړي؛ د دې چلند راتلونکي ټولنیز او فرهنګي عواقب په مراتبو خطرناک او غیر انساني دي. دم ګړۍ د دغو استبدادي پرېکړو پر وړاندې هېڅ راز ټولنیز غبرګون نه کتل کېږي خو د ټولنې په بطن کې دا استبدادي چلند ورځ تر ورځې د خلکو په منځ کې د طالبانو پر وړاندې شته کرکه څو چنده کوي. 

په ظاهره نړیوال او دوی پورې تړلې رسنې په کاذبه توګه غواړي داسې وښیي چې ګوندې حاکمه استبدادي ډله یوازې د ښځو او نجونو د کار او زدکړې سره مخالفت لري او د ټولنیزو چارو په نورو برخو کې د ښځو د ونډېسره ستونزه نلري؛ اما دا یو ګمراه کوونکی سیستماتیک پروپاګنډ دی. افغانانو ولیدل چې څنګه د طالبانو په اصطلاح د لوړو زدکړو وزارت په یوېورځ کې د دیني مدرسو ۵۱۰۰۰ نارینه طالبانو ته د ماسترۍ درجې ورکړې خو پدی لسهاو زرو کې د ښځینه طالبانو هیڅ څرک ونه لیدل شو. دا په داسې حال کې ده چې په زرګونه ښځې شته چې له اوسنیو طالبانو په مراتبو ډېرې دیني زدکړې لري. واضحه ده چې د طالبانو  په منهج کې ښځې ته هیڅ ټولنیز نقش او حقوق نشته. طالبانو حتا ښځو ته روغتیایې اسانتیاوې هم د هرې ورځې په تېریدو سره محدودې کړې دي. ښځې اجازه نلري په خپل سر روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، د ښځینه ډاکټرانو او روغتیاپالانو شمېر ورځ تر بلې کمیږي او نوې مسلکي ښځې نه روزل کیږي او شته مسلکي ښځینه کادرونه هره ورځ پدې هڅه کې دي چې هېواد پریږدي.

طالبي مفکوره په ټولنه کې د ښځو په ونډې او زدکړو نه یوازې باور نلري بلکې د ټوپک په زور یې مخالفت هم کوي. ځینې څیرې چې له طالبانو څخه د ښځو او نارینه و د حقونو د احیا غوښتنه کوي یا له طالبي فکر څخه پیژندنه نلري او یا هم په لوی لاس د طالب د نړیوالو حامیانو په اشاره دا غوښتنې مطرح کوي چې طالب ته په غیر مستقیم ډول مشروعیت ورکړي. 

د نړیوالې ټولنې رول

د ښځو خلاف دغه سیستماتیک تبعیض ته دوه کاله پخوا په کابل کې د «اکثریت» ملګرو د جنسیتي اپارتاید اصطلاح وکاروله، اوس وینو چې دا په یو عام بحث بدله شوې ده. خو د دغه اپارتاید اصلي عاملان، ملا هیبت الله او ددوی نړیوال او سیمه ایز ملګري دي، خو نړیواله ټولنه او رسنۍ په لوي لاس کوښښ کوي د دغه اپارتاید عامل د پښتنو فرهنګ او ځیني د ټیټې کچې طالبان وښيي او د هیبت الله او پر هغه د را چاپيره شیوخو نومونه قصدا نه اخلي. زموږ له نظره نړیواله ټولنه کولای شي د دې وضعیت په بدلولو کې مثبت رول ولوبوي، خو له بده مرغه د بهرنیانو ا‌وسنی رول تر ډیره د طالب د تیارې مفکورې د تقویې لپاره دی. بله خوا د ملي او ولسواکو افغانانو سیاسي صفوفو ندي معلوم او ډېر لږ هغه هم په انفرادي توګه فعال دي.

نارینه‌و لپاره په ښوونیز نظام کې د طالبانو د کړنلارو عواقب

هلکانو لپاره پرانیستې ښوونځي او پوهنتنونه له فاجعې سره لاس او ګریوان دي. د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو وزارت د ۱۳۴۱ کال راپدیخوا د نارینه‌و لپاره هم د زدکړو په نصاب کې بدلونونه راوړي، علمي کادرونه یې یا منفک کړي او یا هم له هیواده تیښتې ته مجبور او په عوض یې د هرې ورځې په تېریدو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د اکوړې مدرسې نصاب نافذیږي. د جهادي ښوونځیو ایجاد زموږ د ځوانانو د مغزونو وینځلو لپاره د دې روانې فاجعې بله هڅه ده.  

تعلیمي نصاب کې سانسور

طالبان هڅه کوي خپله ایډيالوژي چې سرچینه یې د حقاني مدرسه ده، هر ډول چې وي په زوره په شته نارینه شاګردانو ومني. د طالبانو د تعلیمي نصاب په اساس باید د ښوونځیو او پوهنتونونو هلکان لومړی ږیرې پریږدي، خولۍ یا لنګۍ په سر او دودیزې جامې واغوندي، ازموینو کې هم د امارت پيژندنې سوالونه راوړل کېږي او له استادانو هم د دیني ازموینې په نوم د اکوړې مدرسې د نصاب پوښتنې کېږي. پخوانی تعلیمي نصاب چې د انساني کرامت او د ملي تاریخ په اساس جوړ شوی و، طالبانو ته د منلو وړ نه دی.  دوی دوه کاله کېږي د پوهنتونونو او ښوونځیو پخوانیو کتابونو ته ملایان کېنولي دي چې هر څه یې له افراطي دیني نظره سم رانشي له تدریسي نصابه یې حذفوي. 

سربېره پر دې هر ښوونځی او پوهنتون د یو طالب قوماندان لخوا لکه یوه پوځي قرارګاه اداره کېږي او د دیني نصاب په برخه کې هم اتفاق نلري، هر طالب په هماغه تعلیمي موسسه کې چې د کنټرول مسوولیت یې ور سپارل شوی هغه دیني کتابونه پيشنهادوي چې هغه خپله یې لوستي وي، یعنې د یو تعلیمي بنسټ دیني نصاب له بل سره توپير لري. سربېره پر دې چې ټول تعلیمي مرکزونه یې په مدرسو بدل کړي، د دې تر څنګ د طالبانو د معارف مسوولینو ویلي تر اوسه یې ۱۴۰۰۰ دیني مدرسې رسمي ثبت کړي دي او په زرګونه نورې غیر رسمي مدرسې فعالیت کوي.

د دغه اوسني جبر او استبداد نتایجو، د ښځو او نارینه‌و زدکړې له جدي بحران سره مخ کړې دي. افغانان به ډېر ژر په تعلیمي، خدماتي او اداري سکټورونو کې د ښځینه او حتا د نارینه کادرونو‌ د فقدان سره مخ شي او هیواد به د طالبانو د دغه ستر خیانت له کبله پر فکري، علمي او اقتصادي فقر اخته شي. 

د «اکثریت» له نظره د حل لاره

د زدکړو د ستونزو او بندیزونو د حل او په افراطي توګه د درسي نصاب د اکوړیزه کولو د مخنیوي لپاره باید ملا هیبت الله او انډیوالانو ته یې عذر او زارۍ بندې شي او د دې ډلې د اصلاح کولو تمه دې نوره نه کوي. د دې پرځای چې له طالبانو عدالت وغوښتل شي یا خپله انرژي په انفرادي فعالیتونو ولګول شي، ښه به دا وي چې ټول تمرکز په ډله ییزو او سازماني منسجمو سیاسي مبارزو زیات شي، تر څو ملموس او د اندازې وړ نتایج ترلاسه شي.

موږ په ټولو روڼ اندو، ملي او مترقي عناصرو غږ کوو چې د «اکثریت» څخهپه الهام اخېستو دې په ګروپي بڼه د ښوونې او روزنې په شمول د ټولو ملي روایاتو او مباحثو په هکله خپل دریځونه څرګند او هیوادوالو سره شریک کړياو د اوسني حالت څخه د راوتلو لپاره دې ټولنې ته تیوریک او عملي بدیلونه وړاندې کړي. موږ په غیر طالب افغانانو غږ کوو چې د یو بل د ملامتولو په ځای دې خپلو کې په ملي مسائلو ډيالوګ رامنځته کړي او ددغه ډيالوګ په نتیجه کې موږ د اوسني بحران څخه د راوتلو مناسبې لارې چارې موندلی او مناسب بدیلونه وړاندې کولای شو.

زموږ له نظره په بهرنیو هیوادونو کې د تشریفاتي او د مصرف نه ډکو کنفرانسونو په ځای باید ډیر تمرکز په هیواد کې دننه وشي. د ملي فکر لرونکي بهر میشتې افغانان باید په فعاله توګه د هیواد په دننه کې د شبکو جوړونې او سیاسي انسجام لپاره کار وکړي، تر څو په خپلو منسجمو فعالیتونو وکولای شو د روانې فاجعې عمر لنډ کړو. 

د «اکثریت» له نظره د بهرنیانو په لګښت کنفرانسونو کې افغانان باید د افرادو په توګه ګډون ونکړي او په دغو ناستو کې په هغه صورت ګډون او د خپل ولس غږ پورته کړي چې د یوې ځانګړي فکري سازمان استازیتوب وکولای شي، نه د یو فرد، او دغه راز د دغو غونډو او ناستو اجنډا باید د افغاني سازمانونو په موافقې ترتیب او پایلې یې هم د افغان ګډونوالو لخوا ولیکل شي.