له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

شنبه, جنوري 24, 2026

طالبان او اساسي قانون

Aug 17, 2023

د طالبانو د کابل ادارې یو غړي مولوي عبدالکبیر په یوې مرکې کې ويلي، چې د طالبانو مشر د دوی د قاضي‌القضات په مشرۍ يو پلاوي ته دنده سپارلې، چې اساسي قانون ترتیب کړي.

طالبان پداسې حال کې دا موضوع مطرح کوي چې د دوی د دوه کلنې واکمنۍ تجاربو ته په پام سره په قاطع ډول ویلای شو، چې د اساسي قانون لرل د طالبانو له سويې لوړه موضوع ده، چې نه يې په خپل ديني منهج او نه يې په عملي ډول توجيه کولای شي او لنډه دا چې د دوی دیکتاتورشيپ جوړښت په هیڅ صورت د دې قابلیت نه لري، چې د یو اساسي قانون په چوکاټ کې راوستل شي.

اساسي قانون د یو مملکت تر ټولو عالي حقوقي سند دی، چې د نورو فرعي قوانینو د تنظيم او لارښوونې لپاره پکې اصول وضع کېږي، حال دا چې طالبان په ځانګړي توګه د دوی ناڅرګند امير په هیڅ قانون باور نه لري.دوی د افغانستان ټول قوانین لغو کړي او خپلې ټولې چارې د يو مخیزو طرزالعملونو په وسیله پرمخ بیایي، د دوی هر وزیر او رئيس خپل ځانته د اجراآتو لپاره يو سند لري چې «ترتیب» ورته وايي.

په اساسي قانون کې د دولت جوړښت، د درې ګونو ( مقننه، قضائيه او اجرائيه) قواوو تر منځ اړیکې، د صلاحیتونو وېش، سلسله مراتب او د دولتي دندو د اهلیت عمومي شرایط وضع کېږي، خو د طالبانو د حکومت په جوړښت کې صلاحیتونه د دولتي دستګاوو پر ځای د امیر په نامه د یو نامعلوم شخص په انحصار کې دي. دوی نه يوازې دا چې د قواوو په تفکیک باور نه لري، بلکې ډېری طالب چارواکي د قواوو د بېلوالي په معنا نه پوهېږي. د دوی امیر د صلاحیتونو د انحصار لپاره د مقننه قوې له وجود سره مخالف دی او تقنیني او اجرائیوي واکونه يې ټول د خپل ځان لپاره ځانګړي کړي دي.

که فرض کړو، چې دوی به راتلونکې کې د امارت په چوکاټ کې د مقننه قوې شتون ومني، نو قطعي خبره ده، چې د دې قوې د غړو انتخابي کول په هیڅ صورت د دوی د مشرتابه او غړو لپاره د منلو وړ نده. ځکه چې طالبان انتخابات ناروا ګڼي او یوازې ملایان د انبیاوو د وارثینو په نامه د حاکمیت چلولو وړ بولي.

د قواوو په تفکیک کې مهمه مسئله د قضائيه قوې خپلواکي او بې طرفي ده، چې د طالبانو په سیستم کې دغه موضوع ناممکنه ځکه ده، چې د دوی امیر په عمومي توګه خپل صلاحیتونه بې له کوم محدودیت او سلسله مراتبو په ټولو برخو عملي کوي. په قاطع اکثریت موضوعاتو کې د محاکمو حکمونه د امیر له تایید پرته د عملي کېدو وړ ندي.

د اساسي قانون لرل د هغو نظامونو خصوصیت دی، چې په ملي حاکمیت باور لري، او هر ډول واکمني په کې د عوامو د رايو او عمومي ټاکنو له لارې را منځته کېږي. خو طالبان پدې دليل د ملي حاکمیت موضوع کفر ګڼي چې حاکمیت د خدای (ج) حق بولي او دوی ځانونه پر ځمکه د خدای (ج) خلیفه ګان او استازي بولي.

په اساسي قانون کې بله مهمه موضوع د اتباعو حقوق او آزادۍ دي، چې طالبان به هیڅ صورت خلکو ته د دوی مدني حقوق او آزادۍ نه ورکوي. همدا اوس طالبانو د خلکو د بیان آزادي، د انتخاب آزادي، د لاریون کولو حق، د سیاسي ګوند او ټولنې جوړولو حق، د کار حق، د زده کړو حق او نور مدني حقوق سلب کړي. ښځې چې د هيواد نیم نفوس جوړوي د دوی په سیستم کې اصلا حق نلري، د طالبانو په نړۍ ليد کې خلک يوازې مکلفیتونه لري او د دوی په ادبياتو کې د «طبیعي حق» په نوم څه نشته.

د اساسي قانون د وضع کولو په موضوع کې مهمه خبره هغه مرجع ده، چې د اساسي قانون د تصویب صلاحیت لري. طالبان که اساسي قانون جوړوي په چا يې تصویبوي؟ دوی خو نه لویه جرګه مني او نه هم خپلې ډلې ته له منسوبو ملایانو پرته بل څوک د دې وړ بولي، چې په تقنیني مسایلو خبرې وکړي. طبیعي ده که دا کار کیږي هم, نو هماغه د کندهار, کوټې او پېښور د مدرسو ملایان به را ټوليږي او د طالبانو اساسي قانون به جوړوي، چې په هغه صورت کې دې قانون ته د افغانستان اساسي قانون نشي ویل کېدای.

یو ځل بیا یادونه کوو، چې د افغان ملت قاطع اکثریت د طالبانو د واکمنۍ مخالف دي، خلکو خپل مخالفت د اګست په پنځلسمه د دوی جشن ته په نه ورتګ په خاموشه ژبه څرګند کړ، پدې خبره طالبان او بين المللي حاميان يې دواړه پوهېږي، دوی چې هره مياشت دوحيې ته ځي له نويو فرمايشونو او غولونکو خبرو سره را ستنېږي، ددغسې غولوونکو مسایلو په مطرح کولو سره د افغانانو او نړۍ والو پام په بلې اړول غواړي.

د «اکثریت» اداره په ټولو افغانانو غږ کوي، چې د خپلو امکاناتو به حدودو کې دې د طالبانو له استبدادي واکمنۍ سره خپلو مخالفتونو او مزاحمت ته دوام ورکړي او هر څوک چې بيا بيا ددې ډلې د اصلاح تمه لري، بيا بيا اشتباه کوي.

موږ یو ځل بیا طالبانو ته ور یادوو، چې د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون چې لویې جرګې تصویب کړی تر اوسه پورې د کومې ولسي با اعتباره مرجع له خوا نه دی لغو شوی.