دوشنبه, دسمبر 23, 2024

هغه غرب چې افغانستان یې اګاهانه طالبانو ته وسپاره، اوس ولې د ښځو د زده‌کړو د حق لپاره غولوونکي تبلیغات کوي؟

Aug 24, 2023

زده‌کړې او کار د هر انسان طبېعي حق دی. لوېدیځ، چې په سر کې یې امریکا او ناټو دي، د یوې ښکاره پروسې په ترڅ کې د ښځو له هر راز حق څخه منکر طالبان واک ته راوستل او اوس د دې لپاره د تمساح اوښکې بهوي چې طالبان باید ښځو او نجونو ته د تعلیم حق ورکړي.

دا ډرامه ولې روانه ده؟ په یوویشتمې پېړۍ کې په دومره ښکاره ډول د افغانانو د انساني ارزښتونو د لیلامولو تر شا کومې موخې پټې دي؟ ولې په غیر مستقیمه توګه داسې ښودل کېږي چې ګنې افغانان له کلتوري پلوه د مېرمنو له زده‌کړو سره مخالفت لري او طالب د دغو اصولو له مخې دا بندیزونه ټاکلي؟

دا له پامه غورځول ندي په کار چې طالبان کومه معما نه، بلکې یوه ترسره شوې تجربه وه چې نه یوازې افغانانو، بلکې نړۍ هم په ښه توګه پېژندله. هغه ځواکونه چې لومړی یې دغې ازمویل شوې تورې تجربې سره تړونونه لاسلیک کړل او پر موږ یې واکمن کړل، اوس ولې د‌ ښځو د حقونو تر دروغجن عنوان لاندې په نوم مدني بنسټونو او بې‌شمېره نړیوالو دولتي او نادولتي بنسټونو ته بودجې ورکوي؟ دغه بنسټونه او موسسې ولې په خپلو ټولو کنفرانسونو او ناستو کې داسې ښکاروي چې ګنې د ښځو د کار او زده‌کړو موضوع په افغاني ټولنه کې دودیزې جرړې لري؟ په افغان کلتور باندې دومره ملنډې څوک وهي؟ او طالب ته دومره انساني کرکټر څوک تراشي؟ 

د دې ټولو پوښتنو ځواب یوازې یو دی او هغه ډېر څرګند دی چې هر وطنپرست افغان پرې پوهېږي؛ هغه دا چې یوازې یو تر اشغال لاندې یرغمل شوی ولس له داسې طبېعي حقونو څخه محرومېدای شي. زموږ هېواد دم ګړۍ د زبرځواکونو د یوې روزل شوې افراطي مذهبي ډلې په وسیله اشغال او ولس مو یرغمل شوی دی. ښکېلاکګر د دې لپاره چې خیرنې څېرې یې بربنډې نشي د یوه ډېر پخواني فرېب او چل څخه په استفادې غواړي زموږ د اشغال شوې ټولنې تمې راکمې کړي او په دې توګه طالبانو ته د واک د دوام زمینه برابره کړي. 

له همدې کبله ده چې په افغانستان کې د غرب ټول تمرکز یوازې د مېرمنو په تعلیم باندې دی. داسې ښکاري لکه د دوی لپاره چې پاتې افغانستان ټول جوړ وي او دا یوازینۍ غوښتنه ده چې نده عملي شوې. ورسره دوی په غیرمستقیمه توګه افغان نارینه د دغو زده‌کړو مخالف راپېژني په داسې حال کې چې د افغانستان اکثریت نارینه د ښځو لپاره د کار، ازادۍ او انتخاب حقونه غواړي. هغه حقونه چې دوی هم په پراخه کچه له لاسه ورکړي. خو موږ په دې ښه پوهېږو چې د مېرمنو د تعلیم دروغجن شعار لاندې ښکېلاکګر څه ترلاسه کول غواړي. دوی غواړي په دې توګه لومړی خپل ځانونه سپین بازان کړي تر څو د طالبانو د بیا واک ته راوستو تور له ځانه ومینځي، ورسره داسې برېښي چې د یوې اوږدې پروسې په پایله کې به د بندو دروازو تر شا په طالبانو دا ومني چې مېرمنو ته د ټاکلیو ملایي بندیزو لاندې ښوونځي پرانیزي. وروسته به دوی دا د ځان لپاره د پېړۍ تر ټولو غټه لاسته‌راوړنه وګڼي. له دې کار سره به افغانستان کې په روانو نورو ټولو ظلمونو باندې پردې واچول شي او طالبانو سره د استخباراتي او سیاسي تعامل لپاره به هم دوی ته لار پرانیستل شي. همدا دلیل دی چې دغه تبلیغاتي کمپاینونه په ډېر شعوري ډول سره پر مخ روان دي. 

موږ په دې باور یو چې د افغانې مېرمن، افغان نارینه او افغان ځوان ستونزې له یو بله جلا ندي. دوی ټول د ګډ ټولنیز ټغر برخه دي او تر هغو چې ټولو پوره خپلواکي نه وي ترلاسه کړې، د دغه ټغر هېڅ برخه نشي ازادېدای. ورسره په دې هم پوهېږو چې اکثریت افغان نارینه د ښځو لپاره د تعلیم، کار او ازادۍ غوښتونکي‌ دي او ټولنه یوازې هله پر مخ تلای شي چې ښځې او نارینه ټول د انتخاب ازادي ولري. همدا دلیل دی چې د دغو ټولو حقونو لپاره د ښځې نر، ځوان او بوډا په ګډې فکري او سیاسي مبارزې باورمند یو.

«اکثریت» په ولسواکۍ او ملي ارزښتونو باورمند افغانان څخه تمه لري کله هم چې پر دغې موضوع جوړو شويو پلټفورمونو او ناستو کې حتا د بهرنيانو لخوا هم جوړ شوي وي ګډون کوي، لدغې زاويې دې د افغانستان په اوسنۍ غمیزې خپل ملي او افغاني څرګند کړي، دوی نبايد په ناپوهيدلي ډول د غربي پروپاګند د لاس آله وګرځي او د افغانستان په ضد غير ملي او خصمانه روايت قوي کړي.

د «اکثريت» فکري ټولګه هر وخت او هر ځای د ټولنې د بېلابېلو ايډیالوژیکې لیکو په اساس رامنځته شويو سیاسي سازمانونو سره، د بهرنیانو د تسهیل، منځګړیتوب او تمویل څخه پرته، د هېواد د سیاسي راتلونکي لپاره د پراخ سیاسي بحث لپاره چمتوالی لري تر څو د افغانستان د راتلونکي په سر يوه جامع تړه وکړي.