له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې پدې ورځ (د مرغومي شپږمه) پر افغانستان دپخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل وکړ، برحاله حکومت یې ړنګ او پرځای یې د خپلې خوښې واکمنان مسلط کړل. موږ د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو دا پېښه لکهد هر بل پردي مستقیم او نیابتي یرغل په څیر په کلکه غندو. دا یرغل له سیاسي، بشري او اقتصادي پلوه زموږ هېواد او خلکو ته دومرهویجاړونکی و چې نږدې نیمې پیړۍ وروسته لا هم افغان ولس د هغې لهجانبي پایلو او ناورین څخه ځان ندی خلاص کړی. دلته یو مهم ټکی باید تل زموږ په یاد وي چې د شوروي ښکېلاک تر یرغلوړاندې لا غربي ښکېلاک شوروي اتحاد سره د نړیوال جیوپولټیک رقابت پهموخه زموږ په هېواد کې افراطي جنګي ډلې رامنځته کړې وې، چې دشوروي د یرغل په پلمه یې لاپسې تجهیز او تمویل کړې. د غربي او شرقي ښکېلاک ددغه سیاستونو په پایله کې د افغانستان د دووپېړیو بیوروکراتیک نظام، ملکي او نظامي جوړښتونه په بشپړه توګه ونړولشول. سربېره پر دې د لوېدیځ په مستقیم مالي ملاتړ، زموږ د دودیز ملياسلامي فرهنګ د مسخه کولو او د افغان نوي نسل د افراطي کولو لپارهسیستماتیک کار وشو. ښوونیز نظام ته جنګي او افراطي نصاب ور دننهشو او څو نسلونه د افراطي ذهنیت په زهرو ککړ شول. هغه شاتګپاله ډلېچې نن ورسره مخ یو، د همدې نصاب او استخباراتي مدرسو مستقیممحصول دی. د نسلونو د تباه کولو په دې بهیر کې، دولتي، اقتصادي او فرهنګي بنسټونهله منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي ـ جهادي ایکوسیستم رامنځته شو؛داسې ایکوسیستم چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عرب په همکارۍجوړ شو او تر نن پورې د نویو افراطي ډلو د زېږولو او زموږ د راتلونکونسلونو او ملي ارزښتونو د تباه کولو خطرناک ظرفیت لري. موږ باور لرو چې د شوروي او لوېدیځ په مداخلو کې افغاني نیابتي عناصراو ډلې ښکېلې وې، او لا هم فعالې دي. همدې واقعیت ته په کتو،«اکثریت»پر دې ټینګار کوي چې د هیواد د اوږدې کشالې حل یوازې دخپلواکو افغاني سیاسي سازمانونو ترمنځ د رښتیني دیالوګ، ملي انسجاماو متقابل تفاهم له لارې ممکن دی؛ داسې بهیر چې هیڅ ډول بهرنی تمویل،تجهیز او منځګړیتوب ونه لري. موږ هر ډول بهرنۍ نظامي او سیاسيمداخله ردوو او پر وړاندې یې ښکاره او قاطع دریځ نیسو. د یو ازاد او خپلواک افغانستان په لور…

چهارشنبه, دسمبر 31, 2025

د امريکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي د سفر په اړه:

Sep 11, 2023

دا نوره هر چا ته ډېره څرګنده ده چې د طالبانو د کابل او کندهار اداره په هيڅ برخه کې ابتکار عمل، خپلواکي او اراده نلري. دا دوه کاله پدې تمه شپې سبا کوي چې له واشنګتن او قطر نه يو ښه خبر او فرمايش واوري. د طالبانو دغه ناڅرګند برخلیک حتا د دوی ملي او بين المللي لابيګران ناهيلي کړي دي. خو کابل ته د امريکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي سفر د طالب چارواکو او د هغوی د لابيګرانو په رګونو کې تازه وينه وچلوله او له تېرو څلورو ورځو را هيسې د طالبانو په منځ کې د اميدوارۍ د تر ټولو غوړ خبر په توګه تبليغېږي.

تېرو دوو کالو کې طالبان تر بل هر چا له هغو هیوادونو، چې په اصطلاح دوی ورسره شل کاله جنګ کړی، په افغانستان کې د پانګونې، مرستې او لاسنيوي تمه کړې. همدا تېره ورځ د دوی د بهرنيو چارو سياسي معين شيرمحمد عباس ستانکزي بيا بيا په امريکا او د ناټو په غړو هېوادونو غږ وکړ چې بېرته افغانستان ته راشي او لدوی سره ګډ کار وکړي.

د طالبانو او د هغوی د غربي ملاتړو ترمنځ سياست داسې ډيزاين شوی چې ورو ورو به د طالبانو له پټ ملاتړ پرده پورته کوي او اخر کې په ښکاره يو د بل خوا کې دريږي. دد غه سياست په سلسله کې لومړی د جمهوريت پر مهال مشهور سياسي انجوبازان د غربي هېوادونو له غټو فنډونو سره کابل ته لاړل. ورپسې تېره ورځ د امريکا او افغانستان د سوداګرۍ خونې په چوکاټ کې لوی شمېر هغه سوداګر چې د ناټو د تيلو او بېلابېلو لوژیستیکي قراردادونو پر مټ شتمن شوي او د بېلابېلو قومونو څخه دي، کابل ته د امریکا په مرسته لېږل کیږي چې د تېر په څير خپلې سوداګريزې چارې طالبانو سره په شراکت پر مخ یوسي.

د ملا برادر په مشرۍ د اقتصادي کميسيون دنده همدا ده چې د پخواني با تجربه شرکت سره د طالبانو لخوا نوی تشکيل شوی شرکت ملګری او قرارداد ورکړي. بيا به ګټه په خپلو کې وویشي. لدې کار سره بسپنه ورکوونکي بهرنيان هم مشکل نلري او د هغوی پاليسي هم دا ده چې طالب مشران هم لکه د جمهوريت پر مهال جنګسالاران شتمن کړي. وروسته له دې به هغه طالب قومندانان چې دوه لسیزې په تور اقتصاد کې بوخت ول، د جمهوریت د قومندانانو په څېر شریفې څېرې خپلې کړي.

د «اکثريت» له نظره طالب سره ناست لوی شمېر سوداګر هماغه انجوبازان دي چې سلګونه کارکوونکي يې همدغو طالبانو وژلي دي. دا د هماغو امنيتي لوژیستیکي شرکتونو مالکان دي چې لسګونه غريب افغان کارګر يې واکمنو طالبانو له تېغه تېر کړي دي. خو د غام غریب افغان غم څوک خوري؟ بله خوا دا هماغه طالب مشران دي چې سلګونه طالبان يې همدغه ناټو ور وژلي دي، خو نن د طالبانو په شمول ټول سره په يو ميز ناست له هماغه چا په ګډه پروژې اخلي چې په اصطلاح طالبانو شکست ورکړی دی.

د افغان په خاوره د انسان په وينه د خړوبېدونکي تياتر دغه اړخ قصداً د بين المللي رسنيو او اجيرو سياسي ډلو لخوا پټېږي او داسې ښودل کېږي چې ګنې د افغانستان کشاله قومي، مذهبي او سمتي رنګ لري، پداسې حال کې چې د ځمکې پر مخ واقعيت بل شی دی. هغه واقعیت دا دی چې ملا، مولوي، جهادي، د ناټو قراردادي او انجوباز او سياستمدار ټول د پيسو د ګټلو، د خلکو په زبېښلو او د وطن د ملي شتمنۍ په چور او بهرنيانو ته په جاسوسۍ کې يو لاس، په يو اتفاق او د يو بادار تر امر لاندې کار کوي. افغانانو دا ټولې ډلې رد کړې دي او د دوی څخه خلاصون غواړي.