دوشنبه, دسمبر 23, 2024

له انګليسي ښکيلاک څخه د خپلواکۍ د ملي ورځې په مناسبت

Aug 19, 2023

موږ له انګرېزي ښکېلاک څخه د هېواد د بيا خپلواکه کېدو ۱۰۴مه کليزه پداسې حال کې نمانځو چې له بده مرغه په نړۍ کې د افغانستان اوسنی سیاسي او حقوقي حیثیت د شاه‌ امان الله خان له واکمنۍ څخه د مخکنیو او تر هغه راوروسته نورو تورو دورو په څېر دی. له مذهبي افراطي ډلو څخه د زبرځواکونو د استفادې په نتيجه کې مو پر هېواد یوه ګوډاګۍ استخباراتي ډله واکمنه شوې ده. پر افغانانو د جبر تورې راځړېږي. زموږ هېوادوال د ټولو بنسټيزو انساني ازادیو څخه بې برخې دي او پر فزيکي او رواني شکنجو سربېره په ډار کې شپې سبا کوي. د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ چارې د دغې دکتاتورې کوچنۍ ډلې په واک کې دي چې هېڅ راز انساني او افغاني ارزښتونو ته ژمن نه دي.

د زبرځواکونو پدې هم زړه سوړ ندی او د خپلو ښکېلاکي موخو لپاره یې په قومي، ژبنيو او مذهبي کرښو د افغانانو ويشلو ته کار ويلی او د خپلو اجيرو تبليغاتي بنسټونو له لارې هره ورځ د نفاق اورونو ته لمن وهي. دوی هڅه کوي د افغانستان د اوسنۍ بدبختۍ ټوله پړه چې د دوي د یوې پيړۍ په ځانګړي ډول د تېرو څلورو لسیزو مستقیمو او بربنډو مداخلو نتیجه ده، د افغانانو په قومي او مذهبي جوړښت، فرهنګ او جغرافیې ور واچوي.  دوی د خپلو افغانو جاسوسانو، خاینو سیاستوالو او بنسټونو پر مټ د داسې یوه روایت په رامنځته کولو کار کوي چې د روانې جګړې ټوله ملامتي یوازې او یوازې پر افغانانو واچوي.

د اماني سوچه افغاني خوځښت په پایله کې له نن څخه ۱۰۴کاله پخوا افغانستان په ټوله اسلامي نړۍ کې یوازینی مستقل او خپلواک هېواد شو چې په خپلواک ډول یې معاصر انساني قوانین جوړ او د موډرنیزم د ځانګړې افغاني بڼې داسې پرمختګپالی بهير پيل کړ چې د تداوم په صورت کې به یې اوس د افغانستان سياسي، ټولنيز او اقتصادي جوړښت بدل او په سیمه کې به د يو وياړلي متمدن ملت په توګه مطرح وای.

شاه امان الله خان د یو مترقي تفکر او مکتب نوم دی. هغه نه پښتون دی، نه تاجک او نه هزاره بلکې یو پرمختګپال افغان انسان دی چې په دې خاوره د مېشتو ټولو انسانانو لپاره د ښېرازۍ د مبارزې په سمبول اوښتی. په ورته توګه حبیب الله کلکانی د یو شاتګپال تفکر نماینده او د هیڅ قوم استازی ندی. هر هغه څوک چې د افغانستان کړکېچ قومي او هویتي کړکېچ ګڼي، د دې وطن دښمن دی. 

پر افغانستان حاکم اوسنی د جهل لښکر هم د هغه فکر تداوم دی چې یوه پيړۍ وړاندې یې حبیب الله کلکاني او ملا عبدالله استازی ول. دوی ټاکلي قوم ته منسوبول د نړیوالو استعماري قوتونو او د هغوی د ډنډوره چیانو روایت دی تر څو داخلي تضادونه ګرم وساتي او په منځ کې یې ځانته برائت ترلاسه کړي.

له څه کم یوې نیمې پېړۍ راپدېخوا او بیا په ځانګړې توګه په تېرو څلورو لسیزو کې نړیوالو امپریالیستي قوتونو زموږ پر خاوره د بلا شاتګپالو ډلو په رامنځته کولو کې لاس درلود. دوی د دغو ډلو پر مټ د هر هغه تفکر او خوځښت مخه نیولې چې د اماني موډرنیزم د بیاراژوندي کولو لپاره یې کار کاوه. طالبان د همدې پيچلې استخباراتي لوبې او تخریبي پروسې په نتیجه کې بیا واک ته راوستل شوي تر څو زموږ د طبیعي اقتصادي، سیاسي او معنوي پرمختګ مخه ډب او ملي وفاق له منځه یوسي او د طبيعي شتمنيو  لوټ تالان همداسې روان وي.

له انګرېزي ښکیلاکه د افغانستان آزادي که له یوه اړخه زموږ د تاریخ یوه ویاړلې ورځ ده چې افغانانو د شاه امان الله په مشرۍ د وخت یو استعماري ځواک ته په ماتې ورکولو سره خپل هېواد آزاد کړ او خپله خپلواکي یې په ټوله نړۍ ومنله، له بله اړخه په دې خاطر هم تاریخي اهمیت لري چې له آزادۍ وروسته افغانستان نړۍ سره د برابرۍ مزل پیل کړ. په لومړي ځل اساسي قانون نافذ شو، د افرادو اساسي حقونه او آزادۍ تعریف شوې. د خلکو او دولت تر منځ د اړیکو لپاره اصول او قواعد وضع شول. افغانستان د زدکړو په برخه کې وده پیل کړه او بالاخره د یو مترقي او پرمختللي افغانستان لپاره چارې پیل شوې.

د زمري ۲۸ مه د آزادۍ د ارزښت د نمانځلو ورځ ده. زموږ د ملي نشنلیستو اتلانو کارنامو او سرښندنو ته د درناوي ورځ ده. او د هغو انساني او مترقي ارزښتونو او افکارو د یادونې ورځ هم ده چې شاه امان الله له خپلواکۍ وروسته د اساسي قانون په ملاتړ پلي کړل.

سره لدې چې موږ د شاه امان الله خان د افغاني موډرنیزم د برنامو تداوم غواړو؛ خو پدې هم پوه یو چې د ښکیلاک د دسیسو ترڅنګ یو شمیر کورني دلایل هم وو چې د امان الله خان تر مشرۍ لاندې نظام سقوط شو. موږ به په پخپلو راتلونکو ګامونو کې د افغاني موډرنیزم د پروسې د انقطاع کورني لاملونه په تفصيل وڅيړو.

«اکثریت» پدې باور دی چې د اوسنۍ شاتګپالې ډلې د واکمنۍ هره شېبه دوام زموږ د هېواد تدریجي مرګ دی. نو پکار ده چې ټول ملي مترقي قوتونه، ځوانان، پېغلې او نارینه له دغه ګرداب څخه د هېواد د راویستلو مستقلانه منسجمې هڅې پيل کړي او پر هېواد د حاکم وضعيت د عمر د لنډولو په موخه په هر افغان فکر او زړه کې د مبارزې سره ګلان وکري. موږ د یوه شتمن هېواد څښتن یو او د دې هېواد بیا ازادول د راروانو نسلونو پر موږ پور دی.

د ازاد او مترقي افغانستان په لار کې د ټولو شهیدانو یاد دې تازه وي!

مخ پر وړاندې، د یوه ازاد او خپلواک افغانستان پر لور!