یکشنبه, اگست 30, 2026

د اکثریت په اړه نور معلومات

د افغانستان اکثریت ګوند د پېژندنې، ماموریت، لیدلوري، ارزښتونو او سیاسي موخو په اړه د بشپړو معلوماتو لپاره لاندې لینک کیکاګئ.

 

زموږ اساسي محورونه

غړیتوب

له اکثریت سره یوځای شئ

د افغانستان اکثریت ګوند د هغو افغانانو لپاره د غړیتوب زمینه برابروي چې د ګوند منشور او اساسنامه مني، د ګوند له سیاسي موخو او ارزښتونو سره ژمنتیا ولري او د اساسنامې شرایط بشپړ کړي.

ازمېښتي غړیتوب

د غړیتوب پروسه لومړی له ازمېښتي غړیتوب څخه پیلېږي. د ازمېښتي غړیتوب موده شپږ میاشتې ده او په دې موده کې د غړي ګوندي ژمنتیا، د ګوند د ارمانونو ترویج، ښه اخلاق او د سازماني دسپلین رعایت ارزول کېږي. وروسته، د اساسنامې له شرایطو سره سم، اصلي غړیتوب ورکول کېږي.

حقوق او مکلفیتونه

د ګوند د غړو حقوق او مکلفیتونه د اساسنامې له مخې تنظیمېږي. هر غړی مکلف دی چې د ګوند منشور، اساسنامه، سازماني نظم او رسمي پرېکړې رعایت کړي او په عامه او ټولنیزو رسنیو کې له سپکوونکو، وېشونکو او پاروونکو اصطلاحاتو څخه ډډه وکړي.